منظور احمد پښتون وایي پاکستان د پښتنو په پرتله د هند استخباراتو ته ډېر حقوق ورکوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتون تېر ورځ کراچۍ کې یوې لوې غونډې ته خبرې کولې ویلي، چې پاکستان د هند د استخباراتو یو تن په زندان کې لري، چې بریدونو کې لاس لري، خو هم عدالت ورکول کیږي هم بې محکمې نه وژل کیږي، کوم حقوق چې پښتانه یې نه لري.
پښتون چې د پښتنو د بې وسۍ یادونه کوله، د ننګرهار د شنیوارو ولسوالۍ د تېر کال پېښې ته هم اشاره وکړه.
منظور احمد پښتون، چې پښتانه د پنځه زره کلن تاریخ لرونکي یادول، یووالي ته راوبلل او دا خاوره یې د احمدشاه ابدالي یاده کړه.