امریکايي رسنۍ وایي له افغانستان د سرتېرو له ایستلو سره هممهاله امریکا منځني ختيځ ته د نظامي تجهیزاتو او الوتکو لېږل پيل کړي دي.
امریکايي رسنۍ وایي د امریکا پوځ تازه په خپرو کړو پیغامونو کې ویلي چې منځني ختيځ ته ددوی ګڼې بې ۵۲ ډوله جنګي الوتکې پر لاره دي.
د سرچینې په وینا دغه الوتکې له امریکا روانې کړل شوې دي خو دا معلومه نه ده چې په منځني ختیځ کې به چېرته ځای پر ځای کېږي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې له افغانستان سرتېري ایستل کېږي، خو منځني ختيځ ته تر ټولو خطرناکې جنګي الوتکې لېږل کېږي چې دا ټولې سیمې په تېره ایران ته بد پیغام کېدلی شي.
د سیمې هېوادونو او ایران تر اوسه د امریکا ددغه اقدام په اړه غبرګون نه دی ښودلی.