د اسلامي دولت يا داعش په نوم ترهګرې ډلې د کابل د تېرې ورځې بريدونو پړه منلې ده.
د يوې انترنېټي اعلاميې له مخې يې پر کابل ۲۸ کاتيوشا توغندي توغولي دي.
په کابل کې د تیرې ورځې بريدونو پړه چې د وروستيو رپوټونو له مخې يې لږ تر لږه ۸ تنه وژلي او له ۵۰ څخه زیات ژوبل کړي دي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلې ده.
یادې ډلې په انترنېټ کې په يوه خپره کړې اعلاميه کې ویلي چې د ۲۸ کاتيوشا توغنديو په واسطه د تر سره شوو بريدونو هدف په کابل ښار کې د زيات حفاظت شنه ساحه وه چې د ارګ تر څنګ پکې د بېلابېلو بهرنيو هېوادونو سفارتونه هم شتون لري.

دا په داسې حال کې ده چې د مړو شمېر هم لوړ شوی دی او اوس له لږ تر لږه ۸ وژل شوو او په لسګونو ټپيانو څخه خبرې کيږي.
داعش په دې وروستيو کې په افغانستان کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی چې د کابل پر پوهنتون باندې د بريد پړه يې هم منلې وه.