Home » افغانستان » کوېټ دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله
رویداد خبري آژانس

کوېټ دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله

د کوېټ دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او د بېړني اوربند غوښتنه‌یې وکړه.

دغو عالمانو پرون په یوه اعلامیه کې ویلي: “په افغانستان کې روانه جګړه شرعي جواز نه‌لري، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې طالبانو له امریکا سره موافقه لاسلیک کړه.”

وسله‌والو طالبانو که څه هم د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې له واشنګټن سره موافقه لاسلیک کړې، خو بیا یې هم په افغانستان کې خپلې جګړې نه‌دي بندې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې اعلامیې د هرکلي ترڅنګ پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، دا سوله غوښتونکی اقدام د افغانانو او افغان حکومت د سوله‌ییز لیدلوري ملاتړ څرګندوي.

دوه اوونۍ مخکې د مالیزیا د اسلامي یووالي نړیوال بنسټ هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...