د هرات ولایت دکرنې مسوولین وایي چې د ورځې ۴۷ زره لیټره شېدې پروسس او عرضه کیږي.
د هرات ولایت دکرنې ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د شېدو پروسس کوونکي شرکتونه، د ورځې نږدې ۴۷ زره لیټره شېدې پروسس او بازار ته وړاندې کوي.
یاد ریاست وایي چې په دې ولایت کې د شېدو د پروسس ۵۰ لوی او واړه شرکتونه فعالیت کوي.

دغه شرکتونه بېلابېل لبني توکي لکه، شېدې، مستې، چکه، کورت، ډول ډول پنیر، تروې، پېروی او آیسکریم تولیدوي او بازار ته وړاندې کوي.
په منځنۍ کچه په دغو شرکتونو کې نږدې ۲۵۰ نارینه او ښځې په دندو بوخت دي.