هغه کسان د جګړې دوام غواړي چې ګټې یې پکې خوندي دي په افغانستان کې د امریکایي جګړې د ختمولو جدي اړتیا ده.
انټي ور نشریه وایي په افغانستان کې د امریکا جګړه شل کلنه شوه او ټول امریکایان ددغه جګړې د لا دوام مخالف دي.
سرچینه وایي چې په امریکايي حکومت کې هم ټول لوړپوړي چارواکي د امریکایي جګړو د ختمولو غوښتونکي دي، خو پرته له هغو کسانو چې ګټې یې په جګړه کې دي او په جګړه کې د امریکا له ښکېلتیا ګټه وټه لري.
انټي ور په دې باور ده چې له افغانستان باید ټول امریکایي سرتېري و ایستل شي، دلته دې روانه جګړه پای ته ورسول شي او پر ځای یې دې د افغان حکومت ملاتړ ډېر شي.
انټي ور دغه راز وایي چې په افغانستان کې وضعیت لا هم د ډاډ وړ نه دی، خو په دې مانا هم نه ده چې امریکایي عسکر دې تل په افغانستان کې وي او دلته دې روانه جګړه کې ښکېل وي.
په وروستیو ورځو کې په امریکا کې له افغانستان د امریکایي عسکرو پر ایستلو ناندرۍ روانې دي.
ټرمپ غواړي ژر تر ژره امریکايي عسکر له افغانستان و ایستل شي خو په پنټاګون کې بیا له دې پرېکړې سره ګڼ مخالفتونه موجود دي.