Home » افغانستان » صالح:پر کابل پوهنتون د برید اصلي طرحه کوونکی مو ونیو
رویداد خبري آژانس

صالح:پر کابل پوهنتون د برید اصلي طرحه کوونکی مو ونیو

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي پر کابل پوهنتون د برید اصلي طرحه کوونکی ونیول شو.

امرالله صالح پرخپل فېس بوک پاڼه لیکلي، چې دغه کس عادل ولد محمد عارف چې اصلاً د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی کورنۍ یې دا مهال د کابل ښار په څرخي پله سیمه کې ژوند کوي. شرعیاتو پوهنځی یې د دریم ټولګي پورې لوستی وروسته بیا د حقاني شبکې د پخواني غړي ثناالله له خوا دغه برید ته چمتو شوی دی.

عادل ویلي: هغه ته ویل شوي وو تر څو داسې یو کار وکړي، چې حکومت بدنام او ضعیف ښکاره شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...