Home » افغانستان » عبدالله عبدالله:د افغانستان د ستونزې د حل لاره جګړه نه ده،طالبان دې د سولې هڅې ګړندی کړي
رویداد خبري آژانس

عبدالله عبدالله:د افغانستان د ستونزې د حل لاره جګړه نه ده،طالبان دې د سولې هڅې ګړندی کړي

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د هېواد د ستونزې د حل لاره جګړه نه ده، نوموړی چې د هرات نهمې امنیتې ناسته کې د ګډون لپاره دغه ولایت ته تللی وايي، دوحه کې يې افغان پلاوي ته سپارښتنه دا ده چې په ابتکار او حوصلې مخې ته ولاړ شي.

عبدالله وايي، د سولې لپاره مو هره لاره وړاندیز کړې ده، خو که طالبان یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅه نه کوي، نو بیا اړینه ده چې د افغانستان خلک پرېکړه وکړي.

نوموړی وايي، په هېواد کې تاوتریخوالی ډیر شوی چې دا هیچاته د منلو وړ نه دی او طالبان دې د تاوتریخوالي پر ځای د سولې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...