له پاکستان څخه د ازادي اخيستونکيو بلوڅو يوه وسلهواله ډله بلوچ ريپبليکن ارمي وايي، سرتېرو يې د پاکستان يو جاسوس تر نيولو وروسته په دار ځړولی دی.
د دغې ډلې ویاند بيبګر بلوڅ وایي چې دغه کس غلام جان نومېده او څو ورځې وړاندې د پنجګور په ګوارګو سيمه کې د دوی سرتېرو ته په لاس ورغلی و.
د بلوڅ په وینا، تر پوښتنو ګروېږنو وروسته مالومه شوه چې دغه کس پاکستاني استخباراتو ته د ملتپالو بلوڅو ځايونه ورښوول او د خلکو په تښتولو کې يې هم ورسره مرسته کوله.
نوموړي ویلي، د جرمونو تر ثابتېدو وروسته د پاکستان خواخوږيو او جاسوسانو ته د دوی په قانون کې سزا په دار ځړول دي او ځنډ هم نه پکې کوي.
بيبګر وايي، له ټولو خلکو يې غوښتنه دا ده چې د پاکستان خوا دې نه نيسي او که يې نيسي او بيا دوی ته په لاس ورځي، د ژوندي پاتې کېدو چانس نه لري.