د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۱۶۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۲ زره او ۴۶۳ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته درې کسان مړه شوي او ۲۳۳ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۵۷۷ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۴ زره او ۹۵۴ ته لوړ شوی دی.