د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون دوشنبې د نوومبر ۱۰ (لړم۲۰) اعلان وکړ چې د دفاع وزیر مارک اسپر یې له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې د امریکا د ترهګرۍ ضد ملي ادارې مشر کرېسټوفر مېلر د دغه وزارت سرپرست ګومارلی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرماښام په خپله ټویټر پاڼه اعلان وکړ چې د دفاع وزارت وزیر مارک اسپر یې له دندې ګوښه کړی او پرځای یې کرېسټوفر مېلر د دغه وزارت سرپرست ټاکلی دی.
نوموړي له مارک اسپر څخه د هغه د خدمتونو په لپاره مننه کړې وه.
ولسمشر ټرمپ دا اعلان په داسې حال کې کوي چې د خپلې ولسمشرۍ یې یوازې دوې میاشتې پاتې دي او له هغه وروسته به د سپینې ماڼۍ چارې جوبایډن ته سپاري.
د ډیموکراټ ګوند نوماند جوبایډن سږنۍ ټاکنې په ډېر لوی توپیر له خپل سرسخت سیال او اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وګټلې.
او جوبایډن به د راتلونکي کال د جنورۍ میاشتې په شلمه نېټه لوړه وکړي.