Home » سیمه او نړی » جوبایډن د امریکا ولسمشر شو
رویداد خبري آژانس

جوبایډن د امریکا ولسمشر شو

د ډیموکراټ ګوند نوماند جوبایډن مخکیني ولسمشر ډونالډ ترمپ ته سخته ماتې ورکړه او د امریکا ولسمشر شو، خو ټرمپ یې لا هم نه مني.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې چې یوه اوونۍ وړاندې یې د رایې شمېرنې بهیر شروع شوی و تېر ماښام بایډن وتوانېدی چې ۲۷۰ کالج رایې پوره کړي او خپل سرخت سیال ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړي او د امریکا ۴۶ ولسمشر شو.


نوموړي له خپلې بریا وروسته خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال ویلي، اوس د امریکا د یو موټي کېدو وخت را رسېدلی دی.

نوموړي وویل: له ټاکنیزو منډو ترړو وروسته اوس باید له غوسې او پوچو خبرو تېر شو او د یو ولس په توګه سره یو لاس شو.

هغه دغه راز ویلي، په ټاکنیزو منډو کې هر څه ویل کېدل خو په اصل کې ټول د امریکا خلک یو که هغه ډیموکراټ وي که جمهوري غوښتونکي.

بایډن زیاته کړه، ټول به په یو ځای سره د امریکا ګټې ساتو او په وینا یې پاشل شوې امریکا به بېرته سره یو ځای کړي.

رویداد خبري آژانس

هند او پاکستان په ګډون یوه شمېر هېوادونو په امریکايي ټاکنو کې ولسمشر جویایډن ته د بریا مبارکي ورکړې ده.

د هند لومړي وزیر په امریکايي ټاکنو کې ولسمشر جو بایډن ته د بریا مبارکي ورکړې ده. نریندا مودي په ټوېټ پیغام کې ویلي چې د هغه د مرستیال ولسمشرۍ پر مهال د هند او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره کار وشو، خو تمه لري چې د ولسمشرۍ پر مهال یې هند او امریکا لا سره نږدې شي.

دغه راز د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي تیار دی چې له جو بایډن سره د افغان سولې په اړه ګډ کار وکړي. عمران خان په تازه پیغامونو کې جو بایډن ته د امریکا په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده او ویلي یې دي دې ته لېوال دی چې له امریکا سره ښې اړیکې ولري او دا اړیکې لا پراخې کړي

بلخوا ډونالډ ټرمپ بیا په یادو ټاکنو اعتراض لري او وایي، ټاکنې یې په لوی توپیر ګټلې دي او په وینا یې په تېرو ټاکنو کې درغلي شوي او دی به محکمې ته شکایت وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا په تاریخ کې لومړی ولسمشر شو چې ډېر زیاتې ۷۵ میلیونه رایې یې وګټلې او ډونالډ ټرمپ بیا نیږدې ۷۰ میلیونه رایې ترلاسه کړې وې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...