Home » افغانستان » روغتیا وزارت:افغانستان کې د کرونا ۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
رویداد خبري آژانس

روغتیا وزارت:افغانستان کې د کرونا ۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

دافغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې کرونا وېروس ۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۱ زره او ۹۷۵تنو ته ورسېد.

روغتیا وزارت ویلي، چې په یاده موده کې له یاد وېروس څخه نه څوک مړه او نه هم روغ شوي دي.

افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شمېر ۱۵۵۴ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۴ زره او ۴۴۰ تنو ته رسېدلی دی.

روغتیایي چارواکې وایي، کرونا ویروس لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...