Home » سیمه او نړی » ډونالډ ټرمپ: ټاکنې مې ګټلي خو له ما سره درغلي روانه ده
رویداد خبري آژانس

ډونالډ ټرمپ: ټاکنې مې ګټلي خو له ما سره درغلي روانه ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې تازه وینا کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې په ټاکنو کې له ده سره درغلي روانه ده، که نه نو د ده په وینا، که قانوني رای وشمېرل شي، نو وايي، چې ګټونکی دی.

ټرمپ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د ټاکنو پروسه منصفانه نه ده.

د ټرمپ ټاکنیز ټیم غواړي چې په څو ایالتونو کې د رایو د شمېرلو بهیر ودرول شي.

ډونالډ ټرمپ په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې هره قانوني رایه باید وشمېرل شي.

هغه د پنسلوانیا د ټاکنو په کارکوونکو تور ولګاوه چې څارونکي یې د شمېرلو له بهیره لرې ساتلي دي.

خو د ټرمپ سیال جو بایډن هم د ټاکنو په اړه لنډه وینا کې ویلي، چې په خپلې کامیابۍ باندې یقیني دی، نوموړی وايي چې خلک باید صبر وکړي او رايي باید وشمېرل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...