د ايرنسټين شپيرډ Ernestine Shepherd په نامه مېرمن چې په ۵۶ کلنۍ کې یې باډي بيلډري (د غړو د ښکلا ) ورزش پيل کړی او اوس په اتيا کلنۍ کې یې هم کوي
په ۲۰۱۱ زېږدي کال کې یې په مسابقو کې د يوې حرفه یي باډي بيلډرې په لقب ګټلو سره د ګېنس د ريکارډونو په کتاب کې د تر ټولو زړې حرفه يي باډي بيلډرې لقب وګاټه.
نوموړې په ۵۶ کلنۍ کې د بدن د غړو د ښکلا ورزش ته مخه کړه او له هغې مخکې یې حتی يوه ورځ هم ورزش نه و کړی.
نوموړې د شپې په ۲:۳۰ دقيقې له خوبه پاڅېږي، ۱۶ کيلومتره پياده مزل کوي او بيا په اووه نيمې بجې سهار جيم ته ځي او تر ۱۱ نيمو بجو په جيم کې له خپل ورزش څخه وزګارېږي.

د ورځې په اوږدو کې پنځه ، شپږ وخته ډوډۍ خوري، هغه خواړه جې شپېرډ یې خوري: ورغستلي، يوموټي مات کړي چارماغ او واړه شوي اناناس د سهار په ناشته کې، کچالو، سمنډول،چرګ د برېزر په ناشته کې، قهويي وريجې، د فيل مرغ غوښه، او شنه لوبيا د ماښام لپاره، خواږه کچالو، tuna کب،پالک، او د ورځې په اوږدو کې اته درميانه ګيلاسه د هګۍ سپين هم څښي.
که څه هم د شپې په لس ، يوولس بجې څملي خو له رسنيو سره په خبرو کې خوشاله ده او وايي چې دا د خدای لورينه ده چې دومره کم خوب ماته بېخي کفايت کوي او د ورځې په اوږدو کې هم سترګه نه پټوم او نه هم د ستړيا او خستګي احساس کوم.
هغه په متوسط ډول په اوونۍ کې ۱۲۸ کيلومتره مزل کوي.
خپله هم د يوه نړيوال ټرېنر تر نظر لاندې ورزش کوي او نورو هغو کسانو مربي هم ده چې له پنځوسو کلونو اوښتي وي او ددې جېم ته راځي.
نوموړې د امريکا د مريلېنډ ايالت د بالتيمور د سيمې اوسېدونکې ده.د عکسونو له امله بښنه غواړم