Home » فرهنګی او ټولنیز » د پرینکا چوپړا د یوه پوسټ بیه څو لکه ډالر ده؟

د پرینکا چوپړا د یوه پوسټ بیه څو لکه ډالر ده؟


پرینکا چوپړا د انسټاګرام د شتمنو څلورم کلني نوملړ کې د بالیووډ لومړنۍ ستورې ده چې نوم یې شاملېږي.

د انسټاګرام اړوند وېبپاڼه هوپر اېچ کیو لیکي چې د هغې یو پوسټ تر دوه لکه ۸۹ زره ډالر تر لاسه کوي.

پرینکا چوپړا په انسټاګرام کې څلوېښت لکه(څلور میلیونه) څارن یا فالور لري.

د دې وېبپاڼې له مخې د هند مشهور کرېکټ لوبغاړی ویرات کولي سږني نوملړ کې ۲۶ ځای لري او د هغه یو پوسټ دوه لکه ۹۶ زر ډالر جوړوي.

د سلو کسانو دې نوملړ کې د هند کوم بل مهم شحصیت ته ځای نه دی ور کړی شوی.

فوربز مجلې پرینکا د نړۍ سلو اغېزناکو ښځو کې بللې ده.

دې وېبپاڼه کې د هالیووډ وتلی سټوری ډواین جانسن د نوملړ سر کې دی او د یوه پوسټ ممکنه ارزښت یې څه باندې یو میلیون ډالر دی.

نوموړی ۱۸۷ میلیون څارن لري.

افغانستان: د پښتو ویډیو بلاګنګ لوړې ژورې

ساده کلیوال سړی چې له انټرنېټ پیسې ګټي

تر تېر کال د نوموړي ارزښت په انستاګرام کې ۱۵ سلنه ډېر شوی دی.

نوموړي کایلي جونز او کرسټیانو رونالډو شا ته کړي دي.

پرینکا چوپړا د بالیووډ بریالیو هنرمنو کې ده.

نوموړې هند کې پر څو فلمي ایوارډونو ګټلو سربېره د ملي فلم ایوارډ پدم شري هم ګټلی دی.

ټایم مجلې نوموړې سلو اغېزناکو کسانو کې بللې ده.

فوربز مجلې هم پرینکا د نړۍ سلو اغېزناکو ښځو کې بللې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...