د ولسي جرګې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت څېړنې کمیسیون وایي چې د راتلونکې کابینې لپاره د ور پېژندل شویو نوماند وزیرانو له ډلې د ۱۰ هغو تحصیلي اسناد ستونزې لري.
د دغه کمیسیون د معلوماتو له مخې، د ملي امنیت ریاست نوماند ضیا سراج، د ښځو چارو وزارت نوماندې حسینه صافۍ، د سوداګرۍ وزارت نوماند نثار احمد غوریاني، د مخابراتو وزارت نوماندې معصومه خاوري، د ترانسپورټ وزارت نوماند قدرت الله ذکي، د سرحداتو وزارت نوماند محب الله صمیم، د افغانستان بانک نوماند اجمل احمدي، د کډوالو چارو وزارت نوماند نورالرحمان اخلاقي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند بشیر احمد تهینج او د ټولګټو وزارت د نوماند نجیب الله یمین تحصیلي اسناد ستونزې لري.
دغه کمیسیون په پارلماني چارو کې د دولت له وزارته غوښتنه کړې ده چې د یادو کسانو د اسنادو په طی مراحل کې ورسره اړینه همکاري وکړي څو دوی په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.