Home » سیمه او نړی » د امریکا ټاکنې؛ او د الکټرال سیستم جالبې ځانګړنې
رویداد خبري آژانس

د امریکا ټاکنې؛ او د الکټرال سیستم جالبې ځانګړنې

د امریکا ټاکنیز سیستم جالبې ځانګړنې لري.

‎د نورو هیوادونو پر خلاف چې د خلک رایې ټاکونکې دي، خو دلته بیا ولسمشر د الکترول کالج په رایو ټاکل کیږي.‎

هر نوماند چې په هر ایالت کې د خلکو ‌‌‌‌‌‌ډيرې رایې وګټي، د همغه ایالت الکټرال رایې هم د همغه نوماند شوې.

‎د امریکا ټولې الکټرال رایې د هغه هیواد د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د څوکیو د شمیر په اندازه دي.

‎مشرانو جرګه سل څوکۍ او ولسي جرګه ۴۳۵ څوکۍ لري او د واشنګټن ‌‌‌‌‌‌ډي سي دری الکټرال رایې ورسره یو ځای کیږي.‎

واشنګټن ‌‌‌‌‌‌ډي سي په دواړو جرګو کې استازی نه لري.

‎هر ایالت د نفوس او ارزښت له مخې الکټرال رایې لري.‎

د ټولو الکټرال رایو شمیر ۵۳۸ دی او‌ ګټونکی نوماند باید ۲۷۰ ترې خپلې کړې.‎

سره لدې چې که د کوم نوماند د خلکو عامې رایې ‌‌‌‌‌‌ډيرې هم وي او الکټرال رایې پوره نه کړي نه بریالی کیږي.

‎په تیرو ټاکنو کې هیلرې کلنټڼ له ټرمپ نه دری میلونه د خلکو عامې رایې ‌‌‌‌‌‌ډيرې وړې وي خو د ترمپ الکټرال رایې ۳۰۴ وي ځکه ولسمشر شو.

‎الکټرال رایې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې برخلیک هم ټاکي.

‎هر ګوند چې هرې جرګې ته ‌‌‌‌‌‌ډير استازي کامیاب کړي جرګه هغوي اداره کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...