زمبابوې پاکستان ته په درېیمه او وروستی یوه ورځینۍ لوبه کې ماتې ورکړه.
یادې سیالۍ چې د پاکستان په کوربه توب ترسره کېږي، زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې وکولای شو، د یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته په سوپر اور کې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړي.
زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې په پوره ۵۰ اورونو کې په شپږو لوبغاړو 278 منډې جوړې کړې، پاکستانۍ لوبډلې هم د ۹ لوبغاړو په سوځېدو 278 منډې جوړې کړې، چې لوبه مساوي شوه.

تر دې وړاندې دوه لوبې پاکستان ګټلې وې او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړې.
د دواړو لوبډلو ترمینځ د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ اوله لوبه د دې میاشتې په ۷ نېټه ترسره شي.