د افغانستان کرکټ بورډ وايي، رحمتالله قريشي د دغه ادارې د نوي اجرائيه ریيس په توګه ټاکل شوی دی.
د کرکټ بورډ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي او د بورډ غړو څه موده وړاندې د اجراییه ریاست لپاره د اعلان شوي بست په موخه له یو شمېر غوره شوو نوماندانو سره مرکې وکړې چې له منځه یې ښاغلی رحمت الله قریشي د غوره نوماند په توګه نن په رسمي ډول ادارې ته معرفي شو.
د خبرپاڼې په حواله قريشي له بېلابېلو ملي او څو ملیتي ادارو سره شا وخوا ۲۳ کلنه تجربه لري چې له دې منځه یې له نړیوال بانک، ملګرو ملتونو، د ځوانانو د پرمختګ، د څار او ارزونې او د پروژو د مدیریت په ډګرونو کې دندې ترسره کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی نن د معرفۍ په ناسته کې د ادارې سرپرست اجراییه رییس ښاغلي محمد نظیم جار عبدالرحیمزي له لوري د افغانستان کرکټ بورډ ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

همدارنګه نوي ګومارل شوي اجراییه رییس ښاغلي قریشي هم له کرکټ بورډ سره د یوځای کېدو له امله خوښي وښوده او په وینا یې، لومړیتوب به یې د ادارې پرمختګ او لاسته راوړنې وي.
قریشي زیاته کړه:زموږ یوازېنۍ موخه افغان کرکټ ته لا ډېره پیاوړتیا او هېوادوالو ته خوښي ورکول دي، ځکه کرکټ په هېواد کې یوازېنۍ هغه لوبه ده چې د خلکو ورته سترګې دي او انشاءالله د غوره پالیسیو او اهدافو په پایله کې به کرکټ یو ځل بیا د مینې او خوښۍ پر لوبې بدلوو.
کرکټ بورډ ويلي، قریشي د عامه ادارې او عمومي مدیریت په برخو کې دوه ماسټرۍ لري چې سربېره پر دې یې په امریکا او اروپا کې هم په بېلابېلو علمي کورسونو کې ګډون کړی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس