Home » سیمه او نړی » کاناډا تر راتلونکو درېیو کلونو پورې۱،۲ میلیونه کډوال قبلوي
رویداد خبري آژانس

کاناډا تر راتلونکو درېیو کلونو پورې۱،۲ میلیونه کډوال قبلوي

د کاناډا دولت اعلان کړی چې تر راتلونکو درېیو کلونو پورې به ۱،۲ میلیونه کډوالو ته قبولي ورکړي.

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر مارکو مندیچینو وایي، دولت یې په پام کې لري چې د کرونا وایروس له کبله د ځپلو شویو کسانو سره د مرستې او دغه راز په کاناډا کې د کاري ځواک د کموالې له کبله غواړي تر راتلونکو درېیو کلونو پورې ۱،۲ میلیونه کډوالو ته قبولي ورکړي.

ښاغلي مندیچینو تېره ورځ خبریالانو ته وویل، په ۲۰۲۱ کال کې به ۴۰۱ زره کډوال قبول کړي او په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال به په ترتیب سره ۴۱۱ زره او ۴۲۱ زره کډوال قبول کړي، چې ټول شمېر به یې یو میلیون او ۲۳۳ زره کسانو ته ورسېږي.

نوموړي وویل، هېواد یې کاري ځواک ته اړتیا لري او په وینا یې کډوال کولای شي د کاري قوې خالي ځای ډک کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...