د بلوڅو ملتپالې ډلې وايي، پرون د یکشنبې په ورځ د نومبر۲ (لړم۱۲) د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د پاکستان عسکرو د بلوڅو پر ضد عمليات کړي او د يوه قومي مخور په ګډون يې څو تنه له ځان سره وړي دي.
دوی وايي، پاکستاني عسکرو پرون د پنجګور له ګوارګو سيمې څخه د صالح محمد په نامه د بلوڅو قومي مخور او څو نور کسان تښتولي دي.
د دوی په وینا، له دوه ورځو راهيسې د بلوچستان په سايیجي، دړامب او دشت سيمو کې د بلوڅو پر ضد عمليات روان دي او ګڼ شمېر کورونو ته اور اچول شوی دی.
د پاکستان پوځ له کلونو راهيسې د بلوڅو د تښتولو لړۍ روانه ساتلې او تر اوسه يې زرګونه تنه تري تم کړي چې د ډېرو يې له پېژندلو وتلي جسدونه موندل کېږي.