د هند او اسټراليا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو، ٣ نړيوالو شل اوريزو او ٤ ټېسټ سياليو مهالوېش اعلان شو، چې له مخې به يې د هند کرکټ ملي لوبډله د نومبر په ١٢مه نېټه د اسټراليا په سفر روانه شي.
له کرنټين وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ د نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ د نومبر په ٢٧مه نېټه پيل شي، چې له هغه وروسته به د نړيوالو شل اوريزو او بيا د ټېسټ لوبو لړۍ ترسره شي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ د اى سي سي کرکټ نړيوال جام سوپر ليګ برخه دي، چې اسټراليا په دې ليګ کې دويم مقام کې دى او هند لومړۍ لوبلړۍ ترسره کوي.
د نړيوالو شل اوريزو لوبو په درجه بندۍ کې بيا اسټراليا لومړى مقام لري او په وروستي ځل يې له هند څخه د يې ٢-٠ سره لوبلړۍ کې بريا هم خپله کړې وه.
د هند کرکټ ملي لوبډله چې د نومبر په ١٢مه نېټه اسټراليا ته لاړه شي، نو د کورونا له امله به لومړى کرنټين شي او له هغه وروسته به د نومبر په ٢٧مه نېټه سيالۍ پيل شي.
نړيوالې يو ورځنۍ لوبې
د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړۍ او دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه په سډني کرکټ لوبغالي کې د نومبر په ٢٧مه او ٢٩مه نېټه ترسره شي، همدا راز دريمه لوبه به بيا په اول کې د دسمبر په دويمه نېټه ترسره کړي.
نړيوالې شل اوريزې لوبې
لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه به د دسمبر په ٤مه نېټه په اول کې ترسره شي او له هغه وروسته به دويمه او دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه د دسمبر په ٦مه او ٨مه نېټه په سډني کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
ټېسټ لوبې
لومړۍ ټېسټ لوبه به د دسمبر په ١٧-٢١ نېټه په اول کې، دويمه د دسمبر په ٢٦-٣٠ نېټه په ميلبورن کرکټ لوبغالي کې، دريمه د جنورۍ په ٧-١١ نېټه په سډني کرکټ لوبغالي کې او څلورمه ټېسټ لوبه به د جنورۍ په ١٥-١٩ نېټه په ګابا کې ترسره شي.
د اسټراليا پر وړاندې د لوبو لپاره د هند لوبډلې سکواډونه:
د هند کرکټ بورډ د اسټراليا سره د لوبو لپاره تېره ورځ د درې واړه فارمېټونو سکواډونه اعلان کړي دي، چې په لاندې ډول دي:
د شل اوريزو لوبو لوبډله:

د يو ورځنيو لوبو لوبډله:

د ټېسټ لوبو لوبډله:
