Home » سیمه او نړی » مایک پمپیو: داعش ډله لا هم یو ستر ګواښ دی
رویداد خبري آژانس

مایک پمپیو: داعش ډله لا هم یو ستر ګواښ دی

مایک پمپیو وایي، داعش ډله لا هم یو ستر ګواښ دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، چې که څه هم د دغې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژل کېدو یو کال پوره شو خو دا ډله لا هم ټولې نړۍ ته یو ستر ګواښ دی.

پومپیو د بغدادي د وژل کېدو د تلین پوره کېدو ته په اشارې ویلي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې شته خو داعش ډله لا هم د یو ستر ګواښ په توګه یادېدلی شي.

مایک پومپیو زیاته کړې، امریکا به په سوریه، عراق او ټوله نړۍ کې د دغې ډلې د عناصرو له منځه وړلو ته دوام ورکړي څو په راتلونکي کې د دوی ګټې له ګواښ سره مخ نه شي.

د یادونې ده چې د ایران په ګډون ډېر شمېر هېوادونه داعشیان د امریکا لاسپوڅي بولي او وایي چې امریکا له دې ډلې په سیمه کې د خپل حضور لپاره ګټه پورته کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...