د اذربایجان ولسمشر الهام علياف ویلي چې هېواد یې په هغه صورت کې په نګورنو قرهباغ سیمه کې اوربند ته چمتو دی چې ارمانیا له خپلو غیر قانوني کړنو لاس پر سر او د اذربایجاني خاورې له اشغاله لاس واخلي.
نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي، ارمنستان د ټولو اصولو خلاف په نګورنو قرهباغ برید کړی دی او دوی به تر هغه خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي څو پورې چې ارمنستان هغه هوکړه چې د منیسک سازمان په غونډه کې د اروپا، روسیې، فرانسې او متحده ایالاتو په حضور کې لاسلیک شوې وه په رسمیت پېژندلې نه وي.
د یادونې ده چې د منیسک په هوکړه کې قرهباغ د اذربایجان خاوره بلل شوې ده.