Home » فرهنګی او ټولنیز » د پکتیا د پټان سرحدي ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه
رویداد خبري آژانس

د پکتیا د پټان سرحدي ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

د پکتیا ولایت د پټان سرحدي ولسوالۍ د پټان د نجونو منځني ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ښوونځي نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت د پرمختیایی بودیجې څخه جوړه شوې، چې ۱۰ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، د زده کوونکو لپاره میز او چوکۍ، د اوبو څښلو څاه، او نورې اړوندې ټولې آسانتیاوې لري.

چې د سیمې سلګونو نجونو زده کوونکو ته پکې د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شوی دی.

په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د پکتیا د پوهنې رییس کوچي ځاځي، د دولتي ادرو یو شمیر مسوولینو، قومي مخورو، د یاد ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

د پوهنې رییس په خپلو خبرو کې د ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانېستو له امله د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله او له ولسونو یې وغوښتل، چې د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅي وکړي.

کوچي ځاځي وايي هڅه کوو د نجونو زده کړو ته لا زیات کار وکړو، د نوموړي په خبره ویاړو چې د یاد ښوونځي چارې د یوې ښځینې آمرې له لوري پر مخ وړل کیږي.

د دې ترڅنګ دی وايي چې د ښځینوو د برخې د لا پیاوړي کېدو په موخه یې سږ کال د پوهنې ریاست اړوند په مختلفو برخو کې ښځینه کارکوونکې په دندو ګمارلې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...