Home » سیمه او نړی » پاکستان یو ځل بیا د ترهګرو ملاتړو هېوادونو خړ لېست کې پاتې شو
رویداد خبري آژانس

پاکستان یو ځل بیا د ترهګرو ملاتړو هېوادونو خړ لېست کې پاتې شو

پاکستان د ترهګرو ملاتړو هېوادونو خړ لېست کې پاتې شو

پاکستان بیا هم د ترهګرو د ملاتړ له امله په خړ لېست کې پاتې شو. د نړیوال مالي اقدام د وروستیو معلوماتو له مخې پاکستان ددغه سازمان لارښوونې او شرطونه نه دي عملي کړي نو له همدې امله به د راتلونکي کال تر فبرورۍ پورې په خړ لېست کې پاتې کېږي.

که پاکستان تر یادې نېټې د دغه سازمان شرطونه پوره نه کړي نو ددې احتمال شته چې د ترهګرو د ملاتړ په تور لېست کې شامل کړل شي او بیا به نړیوال ورسره ډاډمن مالي معاملات نه شي کولی.

د نړیوال مالي اقدام اداره وایي چې پاکستان د تورو پیسو د مينځلو، د ترهګرو د ملاتړ، مالي حسابونو کې د شفافیت نه لرلو او نورو ستونزو له امله په خړ لېست کې شامل شوی دی.

دغه سازمان پاکستان ته اووه ویشت شرطه ټاکلي وو چې ځان له دغه لېست وباسي خو اسلام اباد یې په عملي کولو نه دی بریالی شوی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...