Home » افغانستان » د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د محلي پولیسو پر یو مشر موټر بم برید شوی دی.

د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د محلي پولیسو پر یو مشر موټر بم برید شوی دی.

د ننګرهار چارواکي وایي، دغه موټر بم برید نن سه شنبې چنګاښ ۱۷سهار لس بجې د کوز کونړ ولسوالۍ د بازار په مرکزي چوک کې د یادې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو په ټیم لېډر میر زمان باندې شوی دی.

 د ننګرهار ولایت والي ویاند عطاءالله خوګياڼي رویداد خبري آژانس ته وویل چې  دغه پيښه کې پخپله  میر زمان  او د هغه  دوه ساتونكي وژل شوى او پنځه تنه نور ساتونکي يې ټپیان دي..


سیمه ییزو پولیسو ټیم لېډر میر زمان

تردې دمه  د دغې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ اجرائیه امر عبدالواسع انتظار هم د چسپکي ماین چاودنې که تر اخیستو ټپونو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د روان کال د غويي میاشتې پر ۲۳مه د یاد ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د محلي پولیسو د قوماندان شیخ اکرم جنازه کې د ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شول او ۵۶ نور ټپیان شول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...