د ننګرهار چارواکي وایي، دغه موټر بم برید نن سه شنبې چنګاښ ۱۷سهار لس بجې د کوز کونړ ولسوالۍ د بازار په مرکزي چوک کې د یادې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو په ټیم لېډر میر زمان باندې شوی دی.
د ننګرهار ولایت والي ویاند عطاءالله خوګياڼي رویداد خبري آژانس ته وویل چې دغه پيښه کې پخپله میر زمان او د هغه دوه ساتونكي وژل شوى او پنځه تنه نور ساتونکي يې ټپیان دي..

سیمه ییزو پولیسو ټیم لېډر میر زمان
تردې دمه د دغې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ اجرائیه امر عبدالواسع انتظار هم د چسپکي ماین چاودنې که تر اخیستو ټپونو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
د روان کال د غويي میاشتې پر ۲۳مه د یاد ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د محلي پولیسو د قوماندان شیخ اکرم جنازه کې د ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شول او ۵۶ نور ټپیان شول.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس