د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۸۵ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې یوازې د ۱۴ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۲۶۸ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې له کرونا وبا د مړینې کوم راپور نه دی ورکړل شوی خو ۴۳ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا یو زر او ۴۵۸ کسان مړه شوي او ۳۲ زره او ۷۸۹ نور بیا بېرته رغېدلي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس