طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې ۳ نیم زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو بریدونو پر مهال درې زره او ۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د یاد وزارت ویاند طارق ارین نن سه شنبه د سپتمبر۲۲ (تلې لومړۍ) په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، طالبانو د روان کال په تېرو ۶ میاشتو کې اووه زره وسلهوال بریدونه کړي دي.
د نوموړي په وینا، په همدې موده کې د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ۱۴۰ ماینونه هم چاودلي چې له امله یې ملکي وګړو ته یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادونې ده چې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پیل په مراسمو کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړې نه وروسته شاوخوا ۱۲ زره افغانان وژل شوي او ۱۵ زره نور ټپيان شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس