Home » سیمه او نړی » د ایټالیا حکومت د مېټا لوی شرکت ۸۸۷ میلیون ډالر جریمه کړی
مېټا شرکت

د ایټالیا حکومت د مېټا لوی شرکت ۸۸۷ میلیون ډالر جریمه کړی

د ایټالیا حکومت اعلان کړی چې د ټولنیزو شبکو لوی شرکت (مېټا) د کاروونکو شخصي ویډیوګانو او عکسونو ته د لاسرسي له امله ۸۸۷ میلیون ډالر جریمه کړی دی.

د ایټالیا د معلوماتو خوندیتوب ادارې ویلي، چې مېټا د شاوخوا ۲۰ میلیون ځیرکو ټیلیفونونو کاروونکو ته په سمه توګه نه وو ویلي چې د فېسبوک اپلېکېشن د یوې ځانګړنې له لارې د هغوی شخصي عکسونو او ویډیوګانو ته لاسرسی لري.

د راپورونو له مخې چې دا ځانګړنه د کاروونکو د مبایلونو په ګالرۍ کې شته عکسونه او ویډیوګانې پر فېسبوک خپرولو ته چمتو کوي، او کاروونکو ته یې د خپرېدو وړاندیز کېږي.

همداراز راپور زیاتوي، چې مېټا شرکت ته خبرداری ورکړل شوی چې دا ځانګړنه غیرفعاله کړي.

ماریا نیازۍ

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

تاجکستان؛ له افغانستان سره پر ګډه پوله د ګډ بازار جوړولو وړاندیز کړی

د تاجکستان سفیر سعدي شریفي ...