د ایټالیا حکومت اعلان کړی چې د ټولنیزو شبکو لوی شرکت (مېټا) د کاروونکو شخصي ویډیوګانو او عکسونو ته د لاسرسي له امله ۸۸۷ میلیون ډالر جریمه کړی دی.
د ایټالیا د معلوماتو خوندیتوب ادارې ویلي، چې مېټا د شاوخوا ۲۰ میلیون ځیرکو ټیلیفونونو کاروونکو ته په سمه توګه نه وو ویلي چې د فېسبوک اپلېکېشن د یوې ځانګړنې له لارې د هغوی شخصي عکسونو او ویډیوګانو ته لاسرسی لري.
د راپورونو له مخې چې دا ځانګړنه د کاروونکو د مبایلونو په ګالرۍ کې شته عکسونه او ویډیوګانې پر فېسبوک خپرولو ته چمتو کوي، او کاروونکو ته یې د خپرېدو وړاندیز کېږي.
همداراز راپور زیاتوي، چې مېټا شرکت ته خبرداری ورکړل شوی چې دا ځانګړنه غیرفعاله کړي.
ماریا نیازۍ
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس