د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ د هند په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې زاهد به په خپل سفر کې د هند په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او له لوړپوړو دولتي چارواکو، سوداګرو او پانګهوالو سره به وګوري.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو لیدنو کې به د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دوهاړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي، د افغان تولیداتو لپاره د نویو بازارونو پر موندلو او د ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې وشي.
د یاد سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا، د افغانستان د تولیدي او صادراتي ظرفیتونو معرفي کول او د اقتصادي اړیکو لپاره د نویو فرصتونو برابرول بلل شوې ده.
فتانه کمال
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس