د امریکا د استازو جرګې غړي انډری کارسون، په امریکا کې د زرګونو افغان کډوالو د احتمالي ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ډېری دغه افغانان د افغانستان د جګړې پر مهال د امریکايي ځواکونو ترڅنګ کار او خدمت کړی دی.
نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه افغانان په امریکا کې د خوندیتوب په لټه کې وو، خو اوس له دې خطر سره مخ دي چې بېرته داسې هېواد ته واستول شي چې هلته یې ژوند له ګواښ سره مخ دی. کارسون دا اقدام ظالمانه او ناسم بللی او د افغان متحدینو پر ملاتړ یې ټینګار کړی دی.
انډری کارسون: «زرګونو افغانانو، چې ډېری یې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ کار او خدمت کړی، په امریکا کې د خوندیتوب په لټه کې دي. خو اوس له دې خطر سره مخ دي چې بېرته داسې هېواد ته واستول شي چې هلته یې ژوند له ګواښ سره مخ دی. دا کار ظالمانه او ناسم دی.»
کارسون د افغانستان لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS) د دوهګونديز قانون ملاتړ هم اعلان کړی دی. دغه طرحه، چې د ۲۰۲۶ کال په جولای کې د کانګرس غړو جېسن کرو او سام لیکاردو له لوري وړاندې شوې، غواړي د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت زمینه بېرته برابره کړي او د ۲۰۲۹ کال تر جولای پورې یې د امریکا له ایستلو خوندي کړي. د امریکا د کورني امنیت وزارت د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د افغانستان لپاره د TPS د پای ته رسولو پرېکړه کړې وه، چې له امله یې زرګونه افغانان د ایستلو له خطر سره مخ شوي دي.
د راپورونو له مخې، د کانګرس غړو جېسن کرو او سام لیکاردو د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۹مه د یوې ځانګړې غوښتنلیک پروسه پیل کړې، څو د استازو په جرګه کې د افغانستان د TPS طرحې په اړه رایه واخیستل شي.
ويل شوي چې د دې غوښتنلیک د بریالیتوب لپاره د جرګې د ۲۱۸ غړو لاسلیکونو ته اړتیا ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس