د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني په بریټانیا کې اکسفورډ پوهنتون ته د وینا پر مهال ویلي، دوحه له ایران، امریکا او سیمهییزو هېوادونو سره د منځني ختیځ د یوې بلې جګړې د مخنیوي او د روان کړکېچ د حل لپاره ډیپلوماتیکې هڅې کوي.
نوموړي ټینګار کړی چې سیمه نوره جګړه نه شي زغملی او د ایران د اټومي پروګرام په هرمز تنګي کې د بېړیو د خوندي تګ راتګ او د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره باید حل لارې وموندل شي.
هغه زیاته کړې چې قطري پلاوي په تېره یوه اونۍ کې پنځه ځله ایران ته سفرونه کړي او قطر د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د شخړو د هواري لپاره د منځګړیتوب هڅې کړې دي.
قطر
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس