Home » افغانستان » د بې‌وزلۍ له منځه وړلو نړیواله ورځ؛ د ملګرو ملتونو سږنی شعار د «ټولو لپاره خوندي کورونه» دی
د اکتوبر ۱۷مه

د بې‌وزلۍ له منځه وړلو نړیواله ورځ؛ د ملګرو ملتونو سږنی شعار د «ټولو لپاره خوندي کورونه» دی

نن، د اکتوبر ۱۷مه، د بې‌وزلۍ له منځه وړلو نړیواله ورځ ده. ملګري ملتونه سږ کال دغه ورځ د «ټولو لپاره خوندي کورونه» تر شعار لاندې نمانځي.

د دې شعار موخه د خوندي، مناسبو او ارزانه استوګنځایونو پر ارزښت ټینګار او د بشري حقونو، انساني کرامت او سولې پیاوړتیا ده.ملګري ملتونه وایي، په ټوله نړۍ کې له ۲.۸ میلیارده ډېر کسان د استوګنې له نامناسبو شرایطو سره مخ دي، بې‌وزله خلک تر نورو ډېر له دې ستونزې سره مخ دي، ځکه د خوندي، مناسب او ارزانه کور د برابرولو توان نه لري.
د‌ملګرو ملتونو په وينا، ناامنه او ګران‌بیه کورونه، بې‌ځایه کېدل او د استوګنې نامناسب شرایط د خلکو روغتیا، زده‌کړې او د کار فرصتونه محدودوي.
دغه سازمان ټینګار کوي چې د بې‌وزلۍ له منځه وړل د بشري حقونو، انساني کرامت او سولې له ټینګښت سره نږدې اړیکه لري او حکومتونه باید د خوندي او ارزانه کورونو د برابرولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د بې‌وزلۍ له منځه وړلو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې وار فه مخې ملګرو ملتونو ویلي وو، د ۲۰۲۶ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې به شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه افغانان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ شي. همداراز، د ناروې د کډوالو شورا مشر، یان اېګلنډ، خبرداری ورکړی چې په روان ژمي کې به د افغانستان د نفوس نږدې درېیمه برخه له لوږې سره مخ شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د سرخان–پلخمري ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا پروژې د چټکتیا لپاره د افغانستان او ازبیکستان خبرې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي ...