د واخان طبیعي یخچالونه د اقلیمي بدلونونو او د هوا د تودوخې د لوړېدو له امله په چټکۍ سره د ویلې کېدو له ګواښ سره مخ دي. د بدخشان د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولین وايي، د تودوخې زیاتوالی د یخچالونو د کمېدو له مهمو لاملونو څخه دی.
د بدخشان د چاپېریال ساتنې ریاست د طبیعي میراثونو عمومي مدیر، ضیاءالحق کامران، وايي چې وروستۍ څېړنې ښيي د واخان طبیعي یخچالونه په چټکۍ سره ویلې کېږي، چې دا د اندېښنې وړ موضوع ده.
نوموړی زیاتوي چې د یخچالونو کمېدل به د اوبو پر سرچینو اغېز وکړي او په راتلونکې کې ښايي د امو سیند د اوبو کچه هم راټیټه شي.
د بدخشان د چاپېریال ساتنې ریاست د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۴ زره طبیعي یخچالونه شته چې له ۹۰ سلنې ډېر یې د بدخشان په واخان سیمه کې موقعیت لري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس