ایران او متحده عربي اماراتو د منځني ختیځ د روانو ترینګلتیاوو د کمولو په موخه د بریکس سازمان په ګډه اعلامیه کې ګډون او لاسلیک وکړ.
د رویټرز د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په نوې ډیلي کې د بریکس هېوادونو د غونډې په څنډه کې د متحده عربي اماراتو له ولیعهد شیخ خالد بن محمد بن زاید النهیان سره هم وکتل. دواړو لورو د سیمهییزو ترینګلتیاوو پر کمولو، د ثبات پر ټینګښت او د سیمې د پرمختګ پر لارو چارو خبرې وکړې.
د بریکس غړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له ښکېلو خواوو یې د زغم غوښتنه کړې ده. په اعلامیه کې د ملکي وګړو او نړیوالې سوداګرۍ پر خوندیتوب او د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا پر درناوي هم ټینګار شوی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس