د چین بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د دغه وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ د جولای له ۳۰مې د اګست تر ۸مې ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفرونه کړي دي.
د دغه وزارت په وینا، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره پر دوهاړخیزو موضوعاتو خبرې کړي او پاکستان او افغانستان ته د سفر پر مهال یې د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اړیکو د ښهوالي او پراختیا پر لارو چارو بحث کړی دی.
يوشياويونګ:«ترکیه، پاکستان، افغانستان او نورو هېوادونو ته مې له سفر څخه خوښ یم. په دې وروستیو کې مې له اړوندو وزیرانو، ځانګړو استازو او مهمو شخصیتونو سره ښې لیدنې درلودې. ټولو هوکړه وکړه چې دا لیدنې پر وخت او د سیمهییزې سولې، ګډ امنیت، ثبات او پرمختګ لپاره ګټورې دي.»
د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ تر دې مخکې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښهوالي او د سیمهییزو اختلافونو د سولهییز حل لپاره د خبرو پر دوام ټینګار کړی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس