ټاس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د روسیې د لومړي وزير مرستيال مارات خوسنولین ویلي، چې روسیه باید د هند سمندر ته د رېل پټلۍ د یوې لارې د جوړولو امکان وڅېړي، څو د باسفور او هرمز تنګي لپاره د بديلې لارې په توګه وکارول شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د بدیلو مسیرونو په توګه د ترکمنستان، ایران، افغانستان او پاکستان له لارې د رېل پټلۍ جوړول هم ارزول کېدای شي.
خوسنولین زیاته کړې، چې هره هغه لاره د منلو وړ ده چې هند ته د روسيې د لاسرسي زمینه برابره کړي. د ده په وینا، د هرمز او باسفور تنګیو د ستراتیژیک اهمیت او د احتمالي امنیتي ستونزو له امله، روسیه هڅه کوي د سوداګریزو لارو د تنوع لپاره بدیل مسیرونه پیدا کړي.
د روسیې چارواکي باور لري چې د مرکزي او جنوبي اسیا له لارې د رېل پټلۍ پراختیا کولی شي د روسیې او هند ترمنځ د سوداګرۍ لپاره یو بدیل او نسبتاً باثباته مسیر رامنځته کړي. د افغانستان موقعیت په دې احتمالي دهلېز کې ځانګړی اهمیت لري، ځکه دغه مسیر کولی شي افغانستان د منځنۍ اسیا، ایران او پاکستان ترمنځ د ترانزیټي اړیکو له مهمو نقطو څخه وګرځوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس