واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوالو د ارزونې او مرکو طرحې د هغوی د احتمالي شړلو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
د راپور له مخې، د کډوالو د بیا مېشتېدو ادارې کارکوونکو ته سپارښتنه شوې له دغو افغانان کډولو سره اړیکه ونیسي او د تنظيم شوې طرحې له مخې له هغوی څخه لازمې پوښتنې ترسره کړي.
راپور زیاتوي چې په چمتو شویو پوښتنلیکونو کې د افغانانو د هویت، د هغوی د کورنیو د قانوني وضعیت او په امریکا کې د اوسېدو په اړه پوښتنې شاملې دي. په پوښتنلیک کې یادونه شوې چې ورکړل شوي معلومات محرم نه بلل کېږي او ښايي تر ۱۵ کلونو پورې وساتل شي، چې له امله یې د افغان کډوالو او د کډوالو د حقونو د مدافعینو اندېښنې زیاتې شوې دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس