د امريکا نامتو خبري شبکې، سيبياېس نیوز راپور ورکړی، چې د جولای له اوومې نېټې راهیسې د ایران له لوري په منځني ختیځ کې پر بېلابېلو امریکايي پوځي اډو د بریدونو له امله نږدې ۱۰۰ امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي.
د امریکايي چارواکو په وینا، د ډېرو ټپیانو حالت جدي نه دی او د چاودنو له امله یې د سر د ټکان او دماغي صدمې ټپونه لیدلي دي او ۹۶ سلنه ټپیان له درملنې وروسته بېرته خپلو پوځي دندو ته ستانه شوي دي.
د پنټاګون ویاند شان پارنل ویلي، ټپي شوي پوځیان لا هم بېرته خپلو دندو او پوځي ماموریتونو ته د ستنېدو هوډ لري. نوموړي زیاته کړې، چې د ټپیانو په اړه نور مالومات به د دفاع وزارت د تلفاتو د ارزونې سیسټم له لارې خپاره شي.
دمالوماتو پر اساس، د ایران او امریکا ترمنځ وروستۍ جګړه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه هغه مهال پیل شوه، چې امریکا او اسرائیلو پر ایران بریدونه وکړل او ایران هم په غبرګون کې پر امریکايي او اسرائیلي اهدافو بریدونه پیل کړل. له هغه راهیسې جګړه د منځني ختیځ نورو سیمو ته هم غځېدلې، چې له امله یې ګڼ پوځي او ملکي کسان وژل شوي، زرګونه نور ټپیان شوي او د سیمې امنیت له جدي ګواښ سره مخ شوی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس