د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړې ادارې (یونېسف) د «ځوانانو د مهارتونو نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي، چې د مسلکي مهارتونو زدهکړه کولی شي ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره ورسره مرسته وکړي.
یونېسف د چنګاښ په ۲۴مه په افغانستان کې د خیاطۍ د مسلکي زدهکړو د یوه ورکشاپ انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې دا ډول روزنیز پروګرامونه د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د استازولۍ په مالي ملاتړ پلي کېږي.
دغه اداره ټینګار کوي چې د حرفوي زدهکړو پراختیا د ځوانانو لپاره د عاید پیدا کولو، اقتصادي خپلواکۍ او ځانبسیاینې فرصتونه زیاتوي، او د مهارتونو پراختیا د افغانستان د ځوان نسل د راتلونکي لپاره مهمه ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس