Home » افغانستان » د جون ۲۰مه: د کډوالو نړیواله ورځ
د جون ۲۰مه د کډوالو نړیواله ورځ

د جون ۲۰مه: د کډوالو نړیواله ورځ

د 2026 کال د کډوالو نړیواله ورځ “تر هغه چې هر څوک خوندي نه وي” شعار لاندې داسې مهال نمانځل کېږي چې میلیونونه افغانان لا هم د جګړو، اقتصادي ستونزو او بې‌ثباتۍ له امله د کډوالۍ ژوند تېروي.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اوږدې مودې راهیسې یې ډېری وګړي په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند ته اړ شوي دي. له ۲۰۲۳ کال راهیسې، پاکستان د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې په پایله کې یې سلګونه زره افغانان په جبري ډول بېرته هېواد ته راستانه شول او له ګڼو بشري او اقتصادي ننګونو سره مخ شول.
په ورته مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د ۲۰۲۶ کال د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، په داسې حال کې چې نړۍ له ګڼو کړکېچونو سره مخ ده، باید له هغو کسانو سره چې د‌ خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي، مرسته وشي.
نوموړي همداراز ټینګار کړی چې «کډوال کېدل انتخاب نه دی، خو زموږ غبرګون انتخاب دی» او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د کډوالو د ساتنې او ملاتړ لپاره خپلې ژمنې پیاوړې کړي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR ويلي، چی موږ د هغو خلکو ملاتړ کوو چې له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي یا بېرته ستانه شوي دي. د هغوی زړورتیا او صبر ستایو چې د سختو شرایطو سره سره یې ژوند ته دوام ورکړی. موږ باور لرو چې دا کسان باید په خوندي ډول، خپله خوښه او په عزت سره خپل هېواد یا کور ته ستانه شي، څو باثباته ژوند يې تضمين شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

سنټکام پر ایران د پراخو هوايي بریدونو د پیل خبر ورکړ

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ...