په کندهار ولایت کې يو شمېر باغوانان وايي، پر انګورو یې د سپېرغوږي نومي نباتي ناروغۍ له کبله یې سږ کال بر ییا حاصلات لږ اخیستي دي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست مسولان هم مني چې سږ کال د نباتي ناروغیو له کبله د انګورو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالى راغلى دى.
سید حفیظ الله سیدي یوې رسنۍ ته وویل، دوی د دې ناروغیو د مخنیوي لپاره باغوانانو ته عامه پوهاوی ورکړی او په زرګونه کیلوګرامه درمل یې هم ورته وېشلي دي.
د سیدي په خبره، سږ کال به د کندهار د انګورو د تولید کچه شاوخوا ۳۰۰ زره مټریک ټنه وي، په داسې حال کې چې تېر کال دا کچه شاوخوا ۴۰۰ زره مټریک ټنو ته رسېده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس