Home » افغانستان » ضمير کابلوف: روسيې د افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرولو اجازه ترلاسه کړې
ضمیر کابلوف

ضمير کابلوف: روسيې د افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرولو اجازه ترلاسه کړې

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګري استازي ضمير کابلوف، په يوې مرکې کې ويلي، چې مسکو د افغانستان لپاره د بشري مرستو د برابرولو اړینه اجازه ترلاسه کړې، په دې مرسته کې غنم، درمل، طبي تجهیزات او لوژستیکي مرستې شاملېدای شي او په خبره يې دا مرستې به یوازې د کابل د رسمي غوښتنې پر اساس ترسره کېږي.

کابلوف همداراز ویلي، چې که څه هم سږنيو کورنيو حاصلاتو د خوړو بحران په لنډمهالي توګه کم کړی، خو ښايي افغانستان په نږدې راتلونکي کې بیا هم د خورلکي توکو له جدي کمښت سره مخ شي.

نوموړي همداراز ويلي، د اوبو کمښت، د اوبو لګولو ویجاړ سیسټمونه، د پانګونې نشتوالی او اقتصادي بې ثباتي لا هم د خوړو امنیت ته ستر ګواښونه دي او په وينا يې د افغانستان د کرنې او بنسټيزو جوړښتونو اوږدمهاله پانګونه اړینه ده څو د خوړو د بيا بياځلې بحرانونه مخه ونیول شي او سیمه کې ثبات رامنځته شي.

روسي استازي همداراز د نړیوالې همغږۍ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېڅ یو هېواد یوازې د افغانستان پیچلي بحران نه شي حل کولای.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو وار له مخې ويلي و، که څه هم نني کال کې حاصلات ښه شوي، خو لا هم د افغانستان له نیمایي زیات خلک بېړنيو خوړو او مرستو ته اړتیا لري.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هانانيومن: نږدې پنځه ميليونه ميندې او ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي

د اروپايي پارلمان غړې هانا ...