جرمنۍ ورځپاڼې «Der Spiegel» راپور ورکړی چې د جرمني حکومت تېره شپه د افغان کډوالو یوه بله چارتر الوتکه کابل ته لېږلې او یو شمېر افغانان یې بېرته افغانستان ته استولي دي.
راپور زیاتوي چې جرمني د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پالیسي لا هم روانه ساتلې ده. ورځپاڼې همداراز ليکلي، چې دا اقدام د جرمني د هغو پالیسیو برخه ده چې د ځینو افغان کډوالو د اخراج په موخه يې پلي کوي. د معلوماتو له مخې، په دې لېږد کې هغه کسان شامل دي چې هلته جرمونه ترسره کړي دي.
شپيګل: « دجرمني حکومت خپل د بېرته ستنولو سیاست ته دوام ورکوي، د شپيګل د معلوماتو له مخې، تېره شپه یو ځل بیا یوه چارتر الوتکه الوتلې چې د مجرمو افغانانو یوه لویه ډله کابل ته لېږدوي.»
د يادونې وړ ده، چې وار له مخې اروپايي کمیسیون ویلي وو چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له ا.ا سره په بلجیم کې خبرې کوي او هڅه کوي چې د همدې موخې لپاره یو افغان پلاوی هم ياد هېواد ته سفر وکړي څو د بېرته ستنولو بهیر منظم شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس