Home » افغانستان » برېتانيا د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر تګلارو غور کوي
UK

برېتانيا د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر تګلارو غور کوي

نړیوالو رسنیو د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود په حواله ليکلي چې، ښايي برېتانيا د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له ا.ا سره خبرې پیل کړي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

نوموړې ویلي چې، ياده ستونزه به د کډوالۍ د مدیریت او د سرحدي سیاستونو د بیاکتنې په چوکاټ کې وارزوي.

شبانې محمود همداراز زیاته کړې چې هغه به د اروپايي هېوادونو هغه پرېکړې له نږدې وڅاري چې د رد شویو افغان کډوالو د ایستلو په تړاو شوې.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ نږدې ۳۰ زره افغان پناه غوښتونکو په بریتانیا کې د پناه غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې هم یو شمېر اروپايي هېوادونو اعلان کړی و چې د ا.ا یو پلاوی به د رد شویو افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر موضوع د خبرو لپاره اروپا ته سفر وکړي، چې دا چاره د کډوالۍ د راتلونکو پالیسیو او سیمه‌ییزو تعاملاتو لپاره مهمه بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په اروپايي هېوادونو کې د کډوالۍ سیاستونه ورځ تر بلې سختېږي او حکومتونه د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره نوې لارې لټوي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

افغانستان او روسیې د برېښنا سکتور د پراختیا لپاره پر نويو تګلارو خبرې کړې دي

د افغانستان د برېښنا شرکت ...