نعیم قاسم د حزبالله مشر، د لبنان پر حکومت غږ کړی چې له اسراییلو سره له هر ډول خبرو اترو ډډه وکړي. هغه ویلي چې د اسراییلو اصلي هدف د حزبالله بېوسلې کول دي او دا غوښتنه د منلو وړ نه ده، ځکه د دوی په باور دا کار به د لبنان دفاعي ځواک کمزوری کړي.
قاسم ټینګار کړی چې حزبالله به هېڅکله تسلیم نه شي او د هر ډول فشار پر وړاندې به خپل مقاومت ته دوام ورکړي. نوموړي ویلي چې د دوی وسلې د لبنان د ساتنې لپاره اړینې دي ترڅو له بهرني ګواښونو په امان وي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې ټاکل شوې نن (سهشنبه) په متحده ایالات کې د اسراییلو او لبنان سفیران د بیروت او تلابیب ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو د پیل په اړه خبرې وکړي، چې دا بهیر د سیمې د کړکېچ د کمولو لپاره مهم بلل کېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس